د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د کارموندنې مؤثرې لارې چارې تر سرليک لاندې يو ورځنی سېمينار دایر شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۲۳
SJAU

دغه روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زارعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت په همکارۍ جوړ شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه لرله. پيل کې د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو د ديپارتمنت آمر پوهنيار شاهدالله امن په خپلو خبرو کې ياد سېمينار د محصلينو د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وباله او له برخه‌والو يې غوښتنه وکړه چې په خپل فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو د مهارتونو په زياتونه کې پوره گټه واخلي.  ورپسې د ياد ديپارتمنت استاد پوهنيار سيد رحمت الله سادات د دندې غوښتليک چمتو کولو، د دندې لټون وېب‌پاڼو او د مرکې مهارتونو په تړاو چمتو کړي معلومات وار په وار تشرېح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې ده چې برخه‌والو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS