د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځهگونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار وړاندې شو. ياد سېمينار چې د دارالعلوم والتقوی مدرسې شيخ الحديث مفتي شاهدالله حقاني له لوري وړاندې شو، محصلينو ته يې د وخت ارزښت او پیژندنې او د اسلام په مبارک دين کې د وخت اهمیت په تړاو تفصيلي معلومات وړاندې کړل.
