د جديدالشمول محصلانو د نوم‌ليکنې بهير پيل شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۵
SJAU

د ۱۴۰۵ لمريز کال په کانکور ازموينه کې د برياليو جديدالشمول محصلينو د نوم‌ليکنې بهير د لوړو زده‌کړو محترم وزارت له لارښوونې سره سم نن سهار د لومړي ظرفيت برياليو محصلينو د نوم‌ليکنې په موخه پيل شو، چې د راتلونکې اسد مياشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام ولري. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د جديدالشمول محصلينو د نوم‌ليکنې له روان بهير څخه د ليدنې او څارنې پرمهال په دې برخه کې د بوختو اداري کارمندانو چارې وستايلې او محصلينو ته يې د نوم‌ليکنې پر وخت د پوره نظم مراعت سپارښتنه وکړه.

ياده دې وي، چې د سږ کال کانکور ازموينې په لومړي ظرفيت کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته نږدې(۱۱۰۰) تنه جديدالشمول محصلان راپېژندل شوي، چې د نوم‌ليکنې بهير به يې د راتلونکې زمري مياشتې تر پنځمې نېټې پورې دوام ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS