تنوير د لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې چارې وارزول شوې

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۱:۵۷
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مشرتابه پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه. د ياد پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن چې د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي، د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد، د کيفيت لوړاوي آمر پوهنيار انتظار صديقي يې ملتيا کوله، د ياد خصوصي تحصيلي بنسټ د علمي، محصلانو، تدریسي او اداري چارو د ارزونې ترڅنگ؛ د نوموړې مؤسسې د مسؤلينو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ.

شيخ عبدالمالک محسن په تحصيلي نظام کې د خصوصي تحصيلي بنسټونه رول مهم وباله او د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې رهبرۍ ته يې ډاډ ورکړ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له دوی سره د ظرفيت لوړونې او علمي همکاريو په برخه کې مرستې ته چمتو دی. نوموړي د يادې مؤسسې مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې د محصلينو مسلکي زده‌کړو ترڅنگ؛ فکري او اصلاحي روزنې ته پوره پام وکړي.

د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي د اکاډميکو بنسټونو ترمنځ د اړيکو پر ارزښت، اهميت او اړتيا خبرې وکړې او په تحصيلي نظام کې يې د خصوصي سکتور باکيفيته ونډه مهمه ياده کړه. نوموړي څارنه او ارزونه د کارونو د لا ښه‌والي، نوښتونو او پر مختگونو د شريکولو لپاره اړينه چاره وبلله.

د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې رهبرۍ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مشرتابه پلاوي په ورتگ خوښي وښوده او د مؤسسې پر فعاليتونو يې رڼا واچوله.

ياده دې وي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري د يو منظم پلان له مخې په کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې له فعاليتونو څخه څارنه کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS