کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵۳
SJAU

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رييس شیخ عبدالقهار صديقي، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د ولايتي ادارې نظامي او ملکي مسؤلينو، علماءکرامو، قومي مشرانو، د ياد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو، د مدارسو او ښوونځيو زده کوونکو او گڼو ولسي وگړو برخه اخيستې وه.

د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه په خپلو خبرو کې یاده فتحه د الله ﷻ لويه پېرزو وبلله او زياته يې کړه چې د ساتنې لپاره يې بايد ټول خپلو مسؤليتونو ته پوره پاملرنه وکړو.

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال په خپله وينا کې د افغان غيور او مجاهد ولس د شهامت او مېړانې يادونه وکړه چې په کلک ايمان او تش لاس يې په تېره يوه پېړۍ کې درېوو امپراطوريو ته ماتې ورکړې ده.

د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رييس شیخ عبدالقهار صديقي، د کونړ ولايت امنيه قومندان مولوي ضياءالحق حامد، د جهادي مدرسې مشر شيخ الحديث رحمت دين مدني او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې ټول افغان غيور ملت ته د يادې سترې وياړمنې ورځې مبارکي وويله او د تېر شل کلن جهاد په قربانيو، برياوو او د اسلامي نظام په ټينگښت او پايښت يې تفصيلي خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې په دغو مراسمو کې د تېرې شل کلنې سپېڅلې او برحقې مبارزې اړوند حماسي شعرونه هم وړاندې شول او غونډه د دُعايه کليماتو په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS