پوسټر پرېزېنټېشن ته بلنه

Abdullah Saeed
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د خپل اسلامي او ملي رسالت له مخې  په پام کې لري چې سبا د محرم الحرام پر(27)مه چې د زمري(اسد) میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري د اقتصاد پوهنځي محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې د پوسټر پرېزېنټېشن په شکل وړاندې کړي.

نو پر همدې مناسبت تاسو محترمو مسؤلینو، د قدر وړ استادانو، دیني عالمانو، د فکر او قلم خاوندانو، د رسنیو محترمو استازو او ژورنالیستانو، محصلینو، ځوانانو، د مدارسو او مکاتبو طالب العلمانو ته په خورا درنښت سره د گډون بلنه درکوو، هیله ده، چې پر خپل راتگ زمونږ مراسمو ته لا ښکلا وروبخښئ.

په درنښت

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون

وخت: چهارشنبه، د سهار 9:00 بجې، د ۲۷/۱/۱۴۴۷ هـــ . ق مطابق ۱/۵/۱۴۰۴ هـ . ش          

ځای: سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-سالارباغ

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳
Background image

د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) د درسونو پیل خبرتیا

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو محصلانو ته خبر ورکوي چې د روان ۱۴۰۵ لمريز کال د وږي(سنبلې) پر ۱۵مه نېټه، چې سبا د يکشنبې له ورځې سره برابره ده، د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه ب . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۹:۴۱
Background image

جدید الشمول محصلانو د نوم‌لیکنې خبرتیا!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۵ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جدیدالشمول محصلينو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې موخه دې له(۲۵/۰۴/۱۴۰۵هــ . ش) نېټې څخه تر(۰۵/۰۵/۱۴۰۵ه . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د ١٤٠٥ کال په کانکور ازموينه کې د پنځه‌گونو پوهنځيو جذب

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ١٤٠٥ کال په کانکور ازموينه کې د پنځه‌گونو پوهنځيو لپاره په یادو څانگو کې محصلان جذبوي، چې ظرفيت يې په پورتني جدول کې کتلی شئ.

Back to announcements