د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د پوهنتون رييس په مشرۍ نوبتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۴۸
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د ياد قانون د ښه تطبیق په موخه نوبتي ناسته وکړه چې په کې د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف او د کمېټې نورو غړو برخه لرله.

په پیل کې د پوهنتون رييس د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره مشورې او ناستې مهمې وبللې او د کمېټې غړو ته يې لارښوونه وکړه چې د پوهنتون په چاپېريال کې د ذيرح(ساه‌لرونکي) انځورونو د منع، په جماعت سره د لمانځه اداء کولو او د پوهنتون منسوبينو او محصلينو د سيرت او صورت برابرولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

په دغه کاري ناسته کې د يادې کمېټې غړو د پوهنتون له رييس شره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق په برخه کې د خپلو فعاليتونو راپورونه شريک کړل، چې د نوموړي له لوري ورته د ياد قانون د بشپړ تطبيق په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې. دا ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS