پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د پوهنځيو له تدريسي مديرانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۸:۳۶
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار د پنځه گونو پوهنځيو له تدريسي مديرانو سره د اړوندو چارو د چټکتيا په موخه ناسته وکړه، چې د يادو مديرانو سربېره په کې د دې معاونيت اړوند آمرينو او مديرانو هم برخه لرله.

پیل کې د محصلانو چارو مرستيال د شورا ارزښت او اهميت په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې او وروسته له اجندا سره سم؛ فراغت جدولونو د ستونزو پر حل، پسرلني سمستر د مهالوېش په ترتيب، محصلانو د مونوگرافونو طی مراحل، د لوړو زده کړو زده‌کړييز مديريتي سېستم(HELMS) او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې. یاده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS