د عامې روغتيا سرپرست وزير او ور سره مل پلاوي له کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۳:۵
SJAU

د عامې روغتيا سرپرست وزير مولوي نورجلال جلالي او د ازموينو ملي ادارې مرستيال شيخ رحيم الله حقاني؛ کونړ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له ياد پوهنتون څخه ليدنه وکړه او په اړوندو برخو کې يې د پوهنتون له مشرتابه سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

پیل کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن راغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او په صحي برخه کې يې شته ستونزې له محترم وزير صيب سره شريکې کړې.

ورپسې د عامې روغتيا سرپرست وزير وويل دا چې اسـلامـي نظام د الله ﷻ د نعمتونو مجموعه ده نو بايد ټول يې شُکر اداء کړو. نوموړي همدا راز له دې پوهنتون سره د يو باب کلينيک او يو عراده امبولانس د مرستې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS