سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په مشرۍ؛ پوهنتون د ستراتيژيک پلان بورډ غړو ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳۲
SJAU

په ياده کاري ناسته کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او پوهنتون د ستراتيژيک پلان بورډ غړو گډون درلود چې په کې د پوښتنپاڼو او چک لېستونو ترتيب، له اړوندو سکتورونو سره د ناستو او د نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

پيل کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال د ښه راغلاست ترڅنگ؛ ستراتيژيک پلان جوړونې د راتلونکو پړاوونو په تړاو د بورډ غړو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

ورپسې ټاکل شويو کمېټو غونډې ته د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل او پر اړوندو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

غونډه د خير په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS