د لېسانس په کچه تر مسلکي زده کړو وروسته ۱۰۲ تنه محصلين له کمپیوټرساينس پوهنځي فارغ شول

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۵:۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه د لېسانس په کچه تر مسلکي زده کړو وروسته ۱۰۲ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.

۷ مه، جمادی الاول، ۱۴۴۵ هـ . ق

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د دې پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د پوهنځيو رييسانو، پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو استادانو، فارغېدونکو محصلينو او د دوی د کورنیو غړو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د کمپیوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او د پوهنځي له پلانونو او لاسته راوړنو يې يادونه وکړه.

غوندې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې فارغېدونکي محصلين د دې جوگه وبلل، چې د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې به د هېوادوالو اړتياوې پوره کړي.

نوموړي فارغېدونکو محصلينو ته په خطاب کې وويل چې تاسو اوس د مسؤليتونو ډگر ته داخل شوئ، نو هره شېبه؛ د وطن د ابادۍ لپاره فکر او کار وکړئ.

غونډې ته د پوهنتون د مسلکي پرمختيا مرکز آمر او د کمپيوټرساينس پوهنځي استاد پوهنيار امان الله توتاخېل، فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په نماينده ګۍ انجينر هارون پتيار او د محصلينو په استازۍ فريدون قاسمي هم ويناوې وکړې.

پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS