د ليليې په مسجد کې د تراويحو په لمانځه کې د قرآن عظيم الشان ختم وشو

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۳
SJAU

د قرآن عظيم الشان ختم چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په امامت سره وشو، ورپسې د پوهنتون  عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له لوري ګډونوالو ته اصلاحي بيان وشو او محصلين يې خپلو مسؤليتونو ته متوجه کړل. په پای کې ياده ديني اجتماع د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي کليم الله حقاني له لوري د مجاهدینو د بریا او په هېواد کې د اسلامي نظام او تلپاتې سولې د بقاء او پایښت په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه

د سيد جمال‌الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه، ترڅو معلومه شي چې د يادې څانګې درسي، علمي او نور اړوند فعاليتونه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

BACK TO NEWS