محصلینو ته په ځان باور او اعتماد او انگېزه څه ده؟ تر سرليک لاندې سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۰
SJAU

دغه يو ورځنی معلوماتي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله. په پيل کې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او ورپسې د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنيار محمدوسيم حبيبي له لوري په ځان باور او اعتماد، انگېزه پېژندنه، په ځان د باور او اعتماد پیاوړتيا او کمزورتيا لاملونه او د سېمينار اړوند نور موضوعات بحث شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS