پوهنتون کې په لومړي ځل د علمي ترفیعاتو شورا ايجاد او د علمي چارو مرستيال په مشرۍ يې خپله لومړنۍ ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۳۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي ترفیعاتو شورا د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ خپله لومړنۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو مرستیال د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د علمي ترفیعاتو په پروسه کې په پوره دقت او شفافیت سره عادلانه پرېکړې وکړي. ورپسې د يو تن استاد د علمي ترفیع پر کیس بحث وشو او د وروستیو کړنو په موخه د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې شو.

د يادونې وړ ده چې د علمي چارو مرستيال په ورته وخت کې د ستراتيژيک پلان د څار له کمېټې سره په ناسته کې د کمېټې غړو ته د پوهنتون او پوهنځيو په کچه د ياد پلان له بشپړ تطبيق څخه د جدي څارنې لارښوونه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS