پوهنتون رييس د تر سره شوي شپږ ورځني سېمينار موضوعات په تشريحي بڼه وړاندې کړل

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۷:۳۱
SJAU

د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس له لوري د پوهنتون منسوبينو ته د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د حُکم پر بنسټ د شپږ ورځني سېمينار موضوعات په تشريحي بڼه وړاندې شول.

غونډه د قرانکريم پر څو مبارکو اياتونو پيل شوه، ورپسې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب؛ د پوهنتون ټولو منسوبينو ته د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القران والحديث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه الله د حُکم پر بنسټ په ټولو ولاياتو کې د ا.ا.ا مسؤلينو او شيوخو له لوري په تر سره شوي شپږ ورځني سېمينار کې وړاندې شوي موضوعات(تقوا، اطاعت، اخلاص، د نبوي سنتو پابندي، د بيت المال ساتنه، له اختلافاتو ځان ساتل...) وار په وار تشريح کړل او ټولو منسوبينو ته يې د پرځای کولو لارښوونه وکړه.

غونډه په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS