پوهنتون رييس د ارزاقو دولتي شرکت له اجراييوي رييس سره وکتل

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۲:۴۶
SJAU

د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د ارزاقو دولتي شرکت له اجراييوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع سره د ياد پوهنتون په رياست مقام کې وکتل.

په دې کتنه کې د راغلي پلاوي سر بېره د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق هم برخه لرله، چې په کې د پوهنتون ليليې د خوراکي توکو د کیفیت د لا ښه والي په اړه خبرې اترې وشوې.

د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې د ياد شرکت له کړنو خوښي وښوده او د لا نورې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.

ورپسې د ارزاقو دولتي شرکت اجراييوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع د پوهنتون مشرتابه ته د خوراکي توکو کیفیت د لا ښه والي په برخه کې پوره ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS