د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۶:۴۱
SJAU

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د لوړو زده کړو کړو وزیر په یاده غونډه کې، چې په پکتیا ولایت کې جوړه شوې وه، وویل: «هر محصل د خپل زوی حیثیت راته لري، مقتول داسې راته ښکاري لکه خپل زوی مې چې شهید شوی وي، شهید ته د الله تعالی له دربار څخه د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم، الله تعالی دې نعمل البدل ورکړي

محترم شیخ صاحب وویل، چې درې مجلسونه الله تعالی د خیر مجلسونه بللی دي، یو هغه چې خلکو ته پکې په صدقه او خیر رسولو امر کېږي، دویم هغه چې امر په معروف پکې کېږي او درېیم هغه چې د دوو مسلمانانو د صلحې مجلس وي؛ نو دا ډېر د خیر مجلس دی.

همدا راز  محترم شیخ صاحب  د شهید کورنۍ صبر ته راوبلله، د عفوې له امله یې د الله تعالی له دربار څخه د عظیم اجر غوښتنه ورته وکړه او هغوی ته یې په خطاب کې ویل، چې د الله تعالی له لوري امتحانونه راځي، غمونه او مصیبتونه راځي خو مسلمان باید صبر وکړي او الله تعالی له صابرینو سره دی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د پکتیا ولایت اوسیدونکی او د سید جمال الدین افغاني پوهنتون محصل د یاد پوهنتون بل محصل له لوري په قتل رسېدلی و، چې د مشرانو او سپین ږیرو په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته عفوه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS