د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د سولې مرکز له خوا علمي او کادري غړو ته د څیړنې (Research) په موخه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پېل شو.

sjau_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۵:۳۲
sjau

د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د سولې مرکز له خوا علمي او کادري غړو ته د څیړنې (Research) په موخه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پېل شو.
د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل ميرويس ستانکزي پرانستې وينا وکړه، د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد او ياد پوهنتون د سولې مرکز د څېړنې برخې مسؤل استاد نقيب الله اتل ته يې د ښه راغلاست تر څنګ په یاد ورکشاپ کې د ګډون په پار مننه وکړه او په تحصيلي بنسټونو کې د څېړنې پر ارزښت څرګندونې وکړې او ورکشاپ يې استادانو په ظرفيت لوړونې کې ګټور وبله.
ورکشاپ ګډون والو ته د کونړ پوهنتون د سولې مرکز مشر استاد پوهنيار شاهدالله امن د ورکشاپ پر جوړښت او ارزښت خبرې وکړې او استادانو نه يې هيله او غوښتنه وکړه چې ورکشاپ کې په پوره مينه ګډون وکړي.
استاد نقيب الله اتل هم ورکشاپ ګډونوالو ته وينا وکړه او ورکشاپ په عملي توګه پېل شو او دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS