د اقتصاد پوهنځي استادانو او اداري کارکونکو ته د تضمين کيفيت نويو معيارونو په هکله د پوهاوي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۷:۴
SJAU

ياد سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د تضمين کيفيت کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د پوهنځي استادانو او اداري کارکونکو په کې برخه لرله.

د سېمينار په پرانيسته کې د ياد پوهنځي مرستيال پوهنيار مجيب‌الله ايوبي د کيفيت لوړاوي پر ارزښت، د علمي او تدريسي بهير پر ښه‌والي، د استادانو او اداري کارکوونکو پر رول او د نويو معيارونو د عملي کېدو پر اړتيا خبرې وکړې. ورپسې د کيفيت لوړاوي کمېټې مسؤل ن.پوهنيار تسل نورزي د کيفيت لوړاوي نوي معيارونه په تفصيلي بڼه تشرېح کړل او د يادو معيارونو موخې، بنسټونه، د ارزونې تگلارې او د عملي کېدو لارې چارې يې روښانه کړې او همداراز يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS