د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
Tue, Oct 13 2026 1:57 PM
SJAU

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال پوهنمل راز محمد شېرزاد په خپله وينا کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی په لاسته‌راوړنو او هلوځلو يې خوښي وښوده. نوموړي محصلانو ته په خپلو خبرو کې وويل چې نظام او ولس له تاسو لوی اُمېدونه لري نو د علم په حصول کې ځانونه د کمال درجې ته ورسوئ، چې ټولنې ته مو لا ډېر خير ورسېږي. ياده غونډه ممتازو محصلانو ته د ستاينليکونو له ورکولو وروسته؛ د شرعياتو پوهنځي استاد مولوي عبدالولي حامدي له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 24 2026 2:22 PM
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS