پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

Abdullah Saeed
Sun, Sep 06 2026 3:20 PM
SJAU

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته په پوره مينه او لېوالتيا خپل درسونه په نويو هيلو سره پيل کړل.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور؛ د علمي مرستيال استاد صلاح الدين ايوبي، دعوت او ارشاد آمر مفتي عابدالله عمري او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په ملتيا د شرعياتو او کمپيوټرساينس پوهنځيو له پيل شوي تدريسي بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه.

د يادې ليدنې په ترڅ کې پوهنتون رهبرۍ د تدريسي چارو د لاښه‌والي او محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې په برخه کې د پوهنځيو مسؤلينو او استادانو ته لازمې سپارښتنې او جدي لارښوونې وکړې.

Latest news

Sat, Oct 24 2026 2:22 PM
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS