د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو
ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د پوهنتون استادانو او محصلانو په کې گډون کړی ؤ.
د سيمينار په پرانیسته کې د پوهنتون محصلانو مرستيال او د پوهنتون سرپرست مفتي وقايت الله وقار حنفي د ښه راغلاست ترڅنگ، د سيمينار برخهوالو ته لارښوونه وکړه چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې د سيمينار پر ارزښت او اهميت ټينگار وکړ او همداراز يې د ماليې وزارت او کونړ ولايت د مستوفيت له استازو څخه د سيمينار دايرېدو په برخه کې له همکارۍ مننه وکړه.
ورپسې د ماليې وزارت اړوند د مالياتو د عامهپوهاوي کارپوه ښاغلي عبادالله درمان له لوري د افغانستان مالياتي نظام په اړه معلوماتي سيمينار وړاندې شو. نوموړي د مالياتي نظام اهميت، د ماليې وزارت اړوند برېښنايي سېستمونو، گمرکي محصول، مالياتي او غير مالياتي عوايدو اړوند موضوعات وار په وار تشرېح کړل او د گډونوالو پوښتنې يې ځواب کړې.
د يادونې وړ ده چې برخهوالو د سيمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
