د پوهنتون محصلينو ته د دعوت او ارشاد آمريت له لوري اصلاحي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Tue, Dec 09 2025 10:10 AM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د خپلو ديني او اصلاحي پروگرامونو پر دوام تېره ورځ د ليليې په مسجد کې سلگونو محصلينو ته د اتباع الرسول ﷺ پر موضوع ديني او اصلاحي سېمينار داير شو. دغه سېمينار چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل الله معصوم له لوري وړاندې شو، د سېمينار برخه‌والو ته يې د نبي ﷺ د تابعدارۍ پر فوايدو تفصيلي خبرې وکړې او د نبوي احاديثو په رڼا کې یې هغه لارې چارې بيان کړې، چې پر عملي کېدو يې د رسول ﷺ پوره تابعداري حاصلېدای شي. نوموړي همداراز محصلينو ته لارښوونه وکړه چې په پوره معنی د حضرت محمد ﷺ په صورت او سیرت ځانونه برابر کړي. ياد سېمينار  چې د قرانکريم د څو مبارکو په تلاوت سره پیل شوی ؤ د خیر په دُعاء پای ته ورسېد.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS