د تنوير له خصوصي پوهنتون څخه ليدنه او څارنه وشوه

Abdullah Saeed
Thu, Nov 27 2025 9:04 AM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه. مؤظف پلاوي د خپلې څارنې په ترڅ کې د ياد خصوصي پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه د ليدنې ترڅنگ، په ځانگړي ډول د څېړنيزو فعاليتونو او کتابتون هر اړخيزه ارزونه وکړه او د څېړنيزو چارو د سمون او لا ښه‌والي په پار يې د تنوير خصوصي پوهنتون مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د يادونې ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري د يو منظم پلان له مخې په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له فعاليتونو څخه دوامداره څارنه کوي.

Latest news

Sat, Jun 20 2026 3:23 PM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانگې لرليد، رسالت او موخې

لرليد:

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانکې همېشنۍ هڅه او ژمنه ده چې د خپلو علمي برنامو او متخصصو کادرونو پر مټ د ټولنې اړتیا سره سم په عربي. . .

Thu, Jun 18 2026 2:17 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد. . .

Wed, Jun 17 2026 3:12 PM
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

BACK TO NEWS