پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

Abdullah Saeed
Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
SJAU

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال د اسلامي شريعت په رڼا کې د مسؤليت پر ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې. نوموړي اړوند مسؤلين خپلو دندو ته ځیر کړل او د چارو ښه ترسراوي په پار يې هغوی ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. ورپسې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د تېرې شورا د پرېکړو او د ياد معاونيت راپور د شورا له غړو سره شريک کړ او وروسته پر ټاکل شويو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه د خیر په دُعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS