پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې له مراجعينو سره پر حسنه سلوک او کارونو کې پر اخلاص ټينگار وشو

Abdullah Saeed
Thu, Sep 25 2025 4:28 PM
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او آمرينو په کې گډون درلود. ناستې ته د پوهنتون رييس په ادره کې د اطاعت ارزښت او اهميت په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې او اړوند مسؤلینو ته يې له مراجعينو سره د حسنه سلوک او د چارو ښه ترسراوي په پار لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. وروسته پر ټاکل شويو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې او ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Nov 24 2026 1:45 PM
Background image

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د فرمانونو د اغېزو په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې پراخ حضور درلود

د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د پام وړ. . .

Mon, Nov 23 2026 11:12 AM
Background image

د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه

د سيد جمال‌الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه، ترڅو معلومه شي چې د يادې څانګې درسي، علمي او نور اړوند فعاليتونه د. . .

Sat, Oct 24 2026 2:22 PM
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

BACK TO NEWS