د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

Abdullah Saeed
Sun, Aug 17 2025 1:58 PM
SJAU

د يادو علمي بنسټونو ترمنځ د متقابلو همکاریو هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن او د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د ريیس مولوي سراج الاسلام سراج له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې د ياد پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو او منصوبينو ترڅنگ؛ د نوموړې مؤسسې مشرتابه او مسؤلينو هم برخه لرله.

مراسمو ته شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو ترمنځ د گډ تفاهم هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په نتيجه کې به يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونه څخه د گټې اخيستنې زمينه برابره شي.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې مؤسس استاد ذاهدالله ذاهد په خپلو ويناوو کې د پوهنتونونو ترمنځ همغږي او همکاري د علمي پرمختگ لپاره مهمه او اړينه وبلله او د هوکړې پلي کېدو په برخه کې يې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادونې ده چې د دې دوه اړخیزې هوکړې له مخې به د علمي او څېړنيزو همکاريو ترڅنگ؛ محصلینو ته د عملي زده‌کړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS