له زراعت پوهنځي ۶۳ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

Abdullah Saeed
Thu, Jul 31 2025 1:10 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له څلورو ديپارتمنتونو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په دولسمه دوره کې(۶۳) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو په کې برخه لرله.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي په پرانیستونکې وینا کې د فارغېدونکو محصلينو کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنگ هغوی ته ډاډ ورکړ چې بچيان يې پر اسلامي روحيه او د مسلکي پوهې پر گاڼه سمبال روزل شوي دي.

ورپسې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن فارغانو او د دوی کورنيو ته مبارکي ورکړه او هغوی يې لا نورو لوړو تخصصي زده‌کړو ته وهڅول. نوموړي په خپلو خبرو کې هېوالوالو ته ډاډ ورکړ، چې د تېر پر تله د پوهنتونونو درسي کيفيت ښه شوی او د دې پوهنتون استادانو په پوره اخلاص دا فارغان په ديني او عصري زدهکړو سمبال روزلي چې کولای شي د هېواد په پرمختگ کې رغنده رول اداء کړي.

غونډې ته د کونړ ولايت د چاپېريال ساتنې رييس ډاکټر محمد رحمن صابر او فارغېدونکو محصلينو په استازۍ سميع الله ماموند هم ويناوې وکړې. پای کې فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته غونډه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS