د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

Abdullah Saeed
Wed, Jul 23 2025 3:46 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي(۹۶) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه له ټولنې سره شريکې شوې، چې په مراسمو کې يې د پوهنتون مسؤلينو، استادانو، محصلينو او د بېلابېلو ولايتي ادارو، مؤسساتو او بانکونو استازو او د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې مشرتابه او استادانو گډون کړی ؤ.

د ياد پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د تحقيق پر اهميت او ارزښت خبرې وکړې او محصلین یې لا نورو څېړنو او نوښتونو ته وهڅول. نوموړي څېړنه د يو هېواد د پرمختگ لپاره مهمه لار وبلله او په دې برخه کې يې د لوړو زده‌کړو وزارت او د دې پوهنتون له وروستيو اقداماتو يادونه وکړه. د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې د ښه ژوندانه لپاره اقتصاد يو مهم اصل وباله او د دې برخې پياوړتيا او هېواد د ځان‌بسياينې لپاره يې د علمي کادر غړو ته د لا نورو څېړنو او نوښتونو سپارښتنه وکړه.

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په خپله وينا کې اقتصاد د يوې ټولنې پاييدو لپاره مهمه وسيله وبلله او په دې برخه کې يې د عصر له غوښتنو سره سم د نويو لارو چارو اړتيا په ډاگه کړه. نوموړي همداراز د نورو پوهنځيو مسؤلينو ته د ورته پروگرامونو د دايرېدو سپارښتنه وکړه.

د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد په خپله وينا کې د ياد پوهنځي له فعاليتونو، پرمختگونو، پلانونو او لاسته‌راوړنو يادونه وکړه او د دې ستر علمي گام په ترتيب او تنظیم کې يې له اړوندو برخو مننه وکړه. ورپسې محصلينو د خپلو څېړنو پايلې د غونډې برخه‌والو ته د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه وړاندې کړې او په اخر کې ياد مراسم د خير په دُعا پای ته ورسېدل.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS