د شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د عملي زده کړو په موخه تمثيلي محکمه جوړه شوه

Abdullah Saeed
Wed, Jun 04 2025 3:09 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصلينو له لوري د استادانو تر لارښوونې لاندې د ځمکې غصب قضيې اړوند بهير په تمثيلي بڼه وښودل شو چې په مراسمو کې يې د پوهنتون مشرتابه، د کونړ ولايت اړوند ادارو استازو، د پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو او محصلينو برخه لرله.

د پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د محصلينو د عملي زده کړو په برخه کې دا يو گټور گام وباله او له تنظيموونکو يې مننه وکړه. نوموړي وويل دا چې په محاکمو کې کار کول د علم تر څنگ تجربې ته هم پوره اړتيا لري نو محصلينو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د داسې تمثیلي برنامو دايرول ډېر مهم دي.

ورپسې د کونړ ولايت امنیه قومندانۍ استازي مولوي محمدسليم مخلص تر خبرو وروسته د شرعياتو پوهنځي محصلينو له لوري تمثيلي محاکمه په ښه شان سره وړاندې شوه، چې د گډونوالو له لوري د ځانگړې پاملرنې وړ وگرځېده.

په پای کې د کونړ ولايت محاکمو رياست اړوند د شهري محکمې رييس مولوي رحمت الله په خپله ارزوونکې وينا کې د استادانو او محصلينو هڅې وستايلې او ياده تمثيلي محکمه يې مثبته وارزوله.

Latest news

Thu, Nov 26 2026 9:52 AM
Background image

له محصلانو څخه د پنځه فرمانونو په کتاب کې رقابتي ازموينه واخيستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له محصلانو څخه د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الاسلام حفظه الله تعالی ورعاه د پنځه فرمانونو په کتاب کې رقابتي ازموينه واخيستل شوه.

دغه رقابتي ازموینه چې د. . .

Wed, Nov 25 2026 1:47 PM
Background image

پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته علمي سيمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د اسلامي نظام تعريف، ارزښت او له نورو نظامونو سره يې توپير تر سرليک لاندې علمي سيمينار داير شو. د پوهنتون د دعوت او ارشاد او. . .

Tue, Nov 24 2026 1:45 PM
Background image

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د فرمانونو د اغېزو په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې پراخ حضور درلود

د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د پام وړ. . .

BACK TO NEWS