پوهنتون مشرتابه پلاوي د شرعياتو پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Sun, Nov 24 2024 3:37 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د شرعياتو پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه.

پپل کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال د علم پر اهميت، اړتيا او ارزښت  هر اړخيزې خبرې وکړې او همداراز يې د تدريسي بهير د لا ښه‌والي او د تحصيلي نصاب بشپړ تطبيق په پار استادانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

ناستې ته د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال په خپلو خبرو کې استادان د تدريس تر څنگ څېړنې ته هم متوجه کړل او زياته يې کړه چې ټول پوهنتونونه مکلف دي د علمي کادر غړي يې د سلنې پر بنسټ ملي او نړۍوالو کنفراسونو ته علمي او څېړنيزې مقالې وليکي.

پوهنتون مشرتابه پلاوي د يادو استادانو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او هغوی ته يې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

یاده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS