پوهنتون کې د کرکټ پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

Abdullah Saeed
Wed, Nov 13 2024 11:36 AM
SJAU

يادې سيالۍ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت اړوند د سپورت مرکزي کمېټې له لوري د پوهنتون شپږو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، د پای په مراسمو کې يې د کمپيوټر ساينس پوهنځي ريیس پوهنيار ذاکر الله عزام، پوهنتون د سپورت مرکزي کمېټې مشر پوهنيار فريدالله صافي، محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مطیع الله مسرور، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو برخه لرله.

د پای لوبې په مراسمو کې پوهنتون د سپورت مرکزي کمېټې مشر د ورزش په ارزښت او گټو خبرې وکړې او سپورتي فعالیتونه یې د محصلینو په فزيکي او ذهني وده کې اغېزناک ياد کړل.

محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر په خپلو خبرو کې لوبغاړو ته د سپورتي اخلاقو او اصولو د رعایت سپارښتنې وکړې.

د ياد ټورنمنټ پای‌لوبه چې د کمپيوټر ساينس او ښوونې او روزنې پوهنځيو د لوبډلو ترمنځ وشوه د کمپيوټر ساينس په بري پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS