پوهنتون مشرتابه له لوري د کار په ملي کنفرانس کې گډونوال استادان وستايل شول

Abdullah Saeed
Sun, Oct 20 2024 4:10 PM
SJAU

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په ترتيب شوي د(کار ملي کنفرانس) کې د پوهنتون په استازۍ گډونوال استادان نن ورځ د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستايل شول چې علمي مقالو يې د محتوا او شمېر له مخې د افغانستان په کچه دې پوهنتون ته د لومړي مقام وياړ وربخښلی ؤ.

په همدې مناسبت د ياد پوهنتون د څېړنو او مجلو معاونيت په نوښت او پوهنتون د نشراتو او فرهنگي چارو عمومي کمېټې په هلوځلو د پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه پلاوي سربېره په کې د کونړ ولايتي ادارو مسؤلينو، د پوهنځیو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو برخه لرله.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن او نورو مشرانو په خپلو ويناوو کې د پوهنتون استادان وهڅول چې په راتلونکي کې تر دې ډېرې لاسته راوړنې او نوښتونه ولري او ياده غونډه استادانو ته د ستاينليکونو پر وېش او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

د يادونې ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادان په داخلي ملي او نړۍوالو کنفرانسونو کې دوامداره برخه اخلي او لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري په تر سره شویو کنفرانسونو کې يې هم د پام وړ علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې دي چې ياد پوهنتون ته يې د پام وړ اعتبار وربخښلی دی.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS