سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د اسلامي نظام اړتيا او ارزښت تر سرليک لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.

sjau_admin
Sun, Jan 29 2023 2:36 PM
sjau

په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس پوهنيار محب الله محب، د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځیو رييسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون رييس پوهنيار محب الله محب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه چې اوسنی اسلامي نظام د الله جل جلاله ستر نعمت دی نو ملت بايد د دې لوی نعمت شکر ادا کړي.

نوموړي وويل دا چې پوهنتونونه بايد د اساسي دندو له مخې پر علمي او څېړنيزو موضوعاتو تحقيق وکړي نو دې اصل ته په پام به د داسې علمي کنفراسونو لړۍ جاري وساتو.

د غونډې په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو هر یو: پوهنمل محمد سليم کريمزي(اسلامي نظام اړتيا او ارزښت)، پوهندوی محمد رحيم خاکسار(ا.ا.ا د بري پرمهال د هېواد امنيتي او ټولنيز حالت) او پوهندوی خان محمد خدرخېل(ا.ا.ا ښېګڼې او لاسته راوړنې)؛ تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.

په پای کې غونډه د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل نورالحق حليمي له لوري په دُعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS