د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د محصلينو له ليليې څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Mar 04 2026 12:20 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د خپلې دوامدارې څارنې په ترڅ کې تېره شپه د پيشلمي په وخت کې د محصلينو له ليليې څخه لیدنه وکړه او د مسؤلينو او محصلينو ستونزې يې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ. نوموړي همداراز دوی ته سپارښتنه وکړه چې نظافت ته جدي پاملرنه وکړي. د مالي او اداري چارو مرستيال د ليليې مسؤلينو د صادقانه خدمتونو د ستاينې ترڅنگ، هغوی ته د خوړو کيفيت او د بيت المال د ساتنې په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې چې د هغوی له لوري د عملي کېدو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS