کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

Abdullah Saeed
Thu, Dec 25 2025 9:52 AM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د پلان له مخې په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه. د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل الله معصوم په مشرۍ ورغلي پلاوي د خپلې څارنې په ترڅ کې د ياد خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو هر اړخيزه ارزونه وکړه او په دې برخه کې يې د لا ښه‌والي په موخه د تنوير خصوصي پوهنتون اړوند مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مسؤلين د يو منظم پلان له مخې په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له فعاليتونو څخه دوامداره څارنه کوي.

Latest news

Sat, May 23 2026 10:05 AM
Background image

د پوهنتون استادانو ته د ماخذ ليکنې او سايټېشن جوړښت په اړه روزنيز سېمينار داير شو

دغه يو ورځنی روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري داير شوی ؤ، د ياد پوهنتون گڼو. . .

Thu, May 21 2026 10:16 AM
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته د چاپېريال ساتنې اهميت، پر وړاندې يې ستونزې او حل لارې تر سرليک لاندې د پوهاوي سېمينار داير شو

ياد يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

د سېمينار په ترڅ کې د. . .

Wed, May 20 2026 10:06 AM
Background image

د روان تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به د جوزا پر ۱۱مه نېټه پيل شي

ياده پرېکړه د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د رالېږل شوې طرحې له مخې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS