د پوهنتون عمومي رئيس د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Tue, Dec 16 2025 12:22 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د عصري ټکنالوژۍ پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او هغوی ته يې لارښوونه وکړه چې د ځان‌بسياينې او پرمختگ په برخه کې ورسره خپلې علمي او عملي طرحې شريکې کړې. ورپسې د ياد پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د پوهنځي د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات وړاندې کړل او په لنډ وخت کې يې د يادو طرحو د چمتو کولو او سپارلو ژمنه وکړه. د پوهنتون عمومي رئيس د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS