پوهنتون کې د ا‌مام ابوحنيفه رحمه الله د مناقبو په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
Mon, Dec 09 2024 5:10 PM
SJAU

پوهنتون سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونيت په نوښت د ا‌مام ابوحنيفه رحمه الله د مناقبو په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو  چې په کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ وویل:امام ابوحنيفه رحمه الله د علم او معرفت په ميدان کې د کمال مقام ته رسېدلی او نهايت ځيرک، هوښيار او عاقل انسان ؤ، چې په مسلک او مذهب کې يې ډېر زيات احتياط او ادب دی. " نوموړي په خپلو خبرو کې د ياد سېمينار له تنظيموونکو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د داسې علمي سېمينارونو لړۍ به جاري وساتي.

ورپسې شيوخو کرامو هر يو: کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي او ياد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان البدر په خپلو ويناوو کې د امام ابوحنيفه رحمه الله د پېژندنې او تعارف، نسب او ژوندانه، علم او معرفت، اخلاص او تقوا، صبر او استقامت، امانت او صداقت، تواضع او عاجزۍ، تدريس او شاگردانو او همداراز د وفات په اړه عالمانه تفصيلي ويناوې وکړې او زياته يې کړه چې امام ابوحنيفه رحمه الله د فقاهت او اجتهاد تر څنگ يو لوى محدث عالم هم ؤ.

په پای کې د شيوخو کرامو له لوري د گډونوالو پوښنتونو تر ځوابولو وروسته ياد علمي سېمينار په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

هېره دې نه وي چې په ياد پوهنتون کې تر دې وړاندې هم دې ته ورته علمي سېمينارونه او کنفرانسونه داير شوي او په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS