پوهنتون مشرتابه پلاوي د کمپيوټرساينس پوهنځي له تدريسي او اداري چارو ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Tue, Dec 03 2024 5:17 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له پوهنځيو څخه د خپلو ليدنو پر دوام د کمپيوټرساينس پوهنځي تدريسي او اداري چارې وارزولې.

پيل کې د ياد پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د پوهنځي د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه پرېزنټیشن وړاندې کړ.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستيال په خپلو خبرو کې د کمپيوټرساينس پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او نوې ټکنالوژي يې د هېواد ځانبسياينې لپاره مهمه وبلله او په دې برخه کې يې د دې پوهنځي د استادانو هلې ځلې وستايلې.

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي استادان مخاطب کړل چې په خپلو څېړنو کې د ټولنې غوښتنې په پام ونيسي، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې راکمې شي.

پوهنتون مشرتابه پلاوي د خپلې ليدنې پرمهال د نوموړي پوهنځي له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او ستونزو د حل ډاډ يې وکړ.

Latest news

Wed, Nov 25 2026 1:47 PM
Background image

پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته علمي سيمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د اسلامي نظام تعريف، ارزښت او له نورو نظامونو سره يې توپير تر سرليک لاندې علمي سيمينار داير شو. د پوهنتون د دعوت او ارشاد او. . .

Tue, Nov 24 2026 1:45 PM
Background image

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د فرمانونو د اغېزو په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې پراخ حضور درلود

د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د پام وړ. . .

Mon, Nov 23 2026 11:12 AM
Background image

د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه

د سيد جمال‌الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه، ترڅو معلومه شي چې د يادې څانګې درسي، علمي او نور اړوند فعاليتونه د. . .

BACK TO NEWS