پوهنتون محصلينو ته لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
Tue, Oct 17 2023 3:19 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې محصلينو ته لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

ياد روزنيز ورکشاپ چې د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې ډيپارټمنټ په نوښت؛ په ټولنيز پرمختګ کې د محصلانو ونډې تر سرليک لاندې د ياد پوهنځي محصلينو ته د ظرفيت لوړونې په موخه داير شوی وو؛ نن ورځ پای ته ورسېد.

ياد پروګرام د پای په مراسمو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف د ورکشاپ ګډونوال پراخې مطالعې او په خپلو برخو کې نوښتونو ته وهڅول او د پروګرام له جوړونکو يې مننه وکړه.

ګډونوالو ته د ورکشاپ اهمیت او ارزښت بيان کړ او د پروګرام له جوړونکو يې مننه وکړه.

د غونډې په ترڅ کې د ارواپوهنې ډيپارټمنټ آمر پوهنمل اسدالله کليوال هم د ورکشاپ پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې.

د يادولو وړ ده چې د یاد لس ورځني ورکشاپ روزنيزې چارې د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې ډيپارټمنټ د څلورم ټولګي محصل انارګل وصال له لوري پر مخ وړل کېدې، چې په پای کې د ورکشاپ ګډونوال ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS