پوهنتون د کرنې پوهنځي استادان چې د دوکتورا او ماسترۍ زده‌کړو له بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شوي وو، د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
Wed, Sep 25 2024 3:42 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د يادو استادانو د فراغت او ښه راغلاست په ویاړ د کرنې پوهنځي د نشراتو او فرهنگي چارو کمېټې په هلو ځلو غونډه جوړه شوې وه چې په کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو او محصلينو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې د يادو استادانو راتگ د هېواد او پوهنتون د پرمختگ په برخه کې مهم گام ياد کړ او له راغلو استادانو سره يې د علمي څېړنو او تجربو په تطبيق کې د هر اړخيزې مرستې ژمنه وکړه.

نوموړي راستانه شوي استادان مخاطب کړل چې له زده علومو او تجروبو د راتلونکي نسل د روزنې په برخه کې کار واخلي او هېواد د ابادولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي د خپلو خبرو پر مهال د راستانه شويو استادانو ستاينه او مننه وکړه، چې د دوکتورا او ماسترۍ تحصيلي سندونو په ترلاسه کولو له گڼو تجربو سره هېواد ته راستانه شول.

راستانه شويو استادانو هر يو: پوهنيار دوکتور احمد راتب شرافت، پوهنيار ضياء الرحمن حاتم او پوهنيار سيد رحمت الله سادات د خپلو تحصيلي دورو لاسته راوړنې، تجربې او خاطرې د غونډې له گډونوالو سره شريکې کړې.

هغوی زياته کړه چې وياړ لري د لوړو زده‌کړو وزارت په چوکاټ کې خپلې دندې مخته وړي او همداراز يې د ياد وزارت او پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه چې د تحصيل دا زمينه یې ورته برابره کړې وه.

د یادولو وړ ده چې د ناستې په پای کې يادو درې(۳) تنو استادانو ته د پوهنتون مشرتابه له لوري ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS