پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د پوهنځيو له رييسانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Mon, Sep 08 2025 12:19 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېر افضل منصور د پنځهگونو پوهنځيو له رييسانو سره ناسته وکړه. نوموړي د پوهنځيو رييسانو ته د علمي سیر د پلان شريکولو، د اړوند کمېټو په ناستو کې د ټولو مسؤلينو فعال حضور، محصلينو ته په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي برنامو او د تدريسي بهير د لا ښه‌والي په پار لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همداراز يې د هغوی مشکلات او وړاندیزونه واورېدل او ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ او ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, May 23 2026 10:05 AM
Background image

د پوهنتون استادانو ته د ماخذ ليکنې او سايټېشن جوړښت په اړه روزنيز سېمينار داير شو

دغه يو ورځنی روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري داير شوی ؤ، د ياد پوهنتون گڼو. . .

Thu, May 21 2026 10:16 AM
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته د چاپېريال ساتنې اهميت، پر وړاندې يې ستونزې او حل لارې تر سرليک لاندې د پوهاوي سېمينار داير شو

ياد يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

د سېمينار په ترڅ کې د. . .

Wed, May 20 2026 10:06 AM
Background image

د روان تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به د جوزا پر ۱۱مه نېټه پيل شي

ياده پرېکړه د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د رالېږل شوې طرحې له مخې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS