پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او له مراجعينو سره پر حسنه سلوک ټينگار وشو

Abdullah Saeed
Thu, Feb 27 2025 1:00 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې په کې د پوهنتون اداري برخې آمرينو، مديرانو او د پنځه گونو پوهنځيو تدريسي مديرانو برخه لرله، پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په ياده ناسته کې د نافذه قوانينو او کړنلارو سره سم د کارونو سرته رسول، د حاضرۍ پابندي کول، د نورو په دندو کې نه تداخل، له مراجعينو سره نېکه رویه او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او همداراز يې د ناستې له ټولو گډونوالو وغوښتل چې د خپلو مسؤليتونو د اجراء په برخه کې د نظام نافذه اصول او کړنلارې په بشپړ ډول مراعت کړي. وروسته ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS