په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

Abdullah Saeed
Sat, Dec 27 2025 11:46 AM
SJAU

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي مدرسې رئيس صاحبانو، له مرکز کابل څخه راغلو اعلی نگرانانو، نگران علماء کرامو او د فاضلانو په حضور کې رسماً پیل شوه. د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو خبرو کې گډونوالو ته د ازموينې په اړه لازم معلومات ورکړل او هغوی ته يې د پوره نظم سپارښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې دا ازموينه به د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست له لوري د ټول هېواد سربېره د کونړ ولايت د امارتي او خصوصي دیني مدارسو څخه له(650) تنو فاضلانو څخه چې(316) تنه يې د عاليې او(334) تنه یې د عالمیې مرحلو فارغ فاضلان دي؛ د شپږو ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه واخېستل شي.

Latest news

Sat, May 23 2026 10:05 AM
Background image

د پوهنتون استادانو ته د ماخذ ليکنې او سايټېشن جوړښت په اړه روزنيز سېمينار داير شو

دغه يو ورځنی روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري داير شوی ؤ، د ياد پوهنتون گڼو. . .

Thu, May 21 2026 10:16 AM
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته د چاپېريال ساتنې اهميت، پر وړاندې يې ستونزې او حل لارې تر سرليک لاندې د پوهاوي سېمينار داير شو

ياد يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

د سېمينار په ترڅ کې د. . .

Wed, May 20 2026 10:06 AM
Background image

د روان تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به د جوزا پر ۱۱مه نېټه پيل شي

ياده پرېکړه د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د رالېږل شوې طرحې له مخې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS