لوړو زده کړو وزارت له طرفه د پوهنتون اداري کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ داير شو

Abdullah Saeed
Tue, Sep 05 2023 2:06 PM
SIAU

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون اداري کارکوونکو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له طرفه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ داير شو.

د یاد ورکشاپ په پیل کې د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د وزارت مقام او بشري سرچینو ریاست له توجه او همکارۍ څخه مننه وکړه او کارکوونکو ته یې د داسې ورکشاپونو دایرول ګټور وبلل، نوموړي زیاته کړه چې  باید له دې فرصته په ښه توګه استفاده وشي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر عبیدالله مولایي د ورکشاپ په اړه معلومات ورکړل، او ویې ويل چې په یاد ورکشاپ کې به د لوړو زده کړو وزارت د تشکیلاتي جوړښت، د اداري اسنادو مدیریت، اداري مهارتونو لوړولو، اداري مراسلاتو ترتیبول، پلان جوړونې او نورو مديريتي مهارتونو په اړه زده کړه ورکړل شي.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS