له شرعياتو پوهنځي څخه ۹۳ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
Wed, Aug 21 2024 2:58 PM
SJAU

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د دې پوهنتون او د ننگرهار پوهنتون استادانو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل محمد سليم کريمزي د ښه راغلاست وینا وکړه او فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.

غونډې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپله وینا کې فارغېدونکي محصلين مخاطب کړل، چې اوس تاسو ته ډېر مهم مسؤليت متوجه شو نو ټولنې د روحاني او اجتماعي اړخ اصلاح ته به پوره پاملرنه کوئ. نوموړي هغوی لا نورو لوړو زده‌کړو او پراخې مطالعې ته وهڅول.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان عارف، د کونړ ولايت د امر بالمعروف - نهي عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو رييس مفتي محمد ياسين حق‌پرست، پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف، د والدينو په استازۍ مفتي عزت الله او د فارغېدونکو محصلينو په نمايندهگۍ مولوي ثناء الله راحل هم ويناوې وکړې.

پای کې فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته غونډه د شرعياتو پوهنځي استاد مولوي خانزاده پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS