سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پروپوزل ليکنې لارې چارې تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي کنفرانس داير شو

Abdullah Saeed
Sat, Mar 09 2024 12:33 PM
SJAU

ياد کنفرانس چې د علمي څېړنو او مجلې معاونيت په نوښت د پوهنتون مسلکي زده‌کړو په پرمختیايي مرکز کې جوړ شوی ؤ، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د نورستان لوړو زده‌کړو مؤسسې استادانو په کې برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د علمې څېړنې لپاره یې د پروپوزل ليکنې پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او هغه يې د څېړنې لپاره لار نقشه ياده کړه.

د يادونې ده چې د دې ورکشاپ د روزنې چارې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوی دوکتور طارق ذاکر له لوري پر مخ وړل کېږي.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS