د HEMIS سېستم په اړه د بېلا بېلو پوهنځیو استادانو ته ورکشاپ داير شو

Abdullah Saeed
Sat, Aug 05 2023 12:32 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت مديريتي او معلوماتي سېستم په اړه د بېلا بېلو پوهنځیو نويو مقرر شويو او نورو استادانو ته ورکشاپ داير شو.

د ياد پوهنتون د مسلکي پراختیا په مرکز کې د لوړو زده کړو وزارت مديريتي او معلوماتي سېستم په اړه يو ورځنی ورکشاپ داير شو چې د پرانيستې په مراسمو کې يې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرویس ستانکزي او د پوهنځيو مسؤلينو هم ګډون کړی ؤ.

پيل کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د ښه راغلاست تر څنګ؛ زده کړه په هر حالت کې د ژوندانه مهمه اړتيا وبلله او ګډونوالو ته يې د وړاندې کېدونکو موضوعاتو د پوره تعقيب سپارښتنه وکړه.

پای کې د پوهنتون الکترونيکي زده کړو د کمېټې مسؤل او د کمپيوټر ساينس پوهنځي استاد پوهنيار خالد شينواري له لوري د ياد سېستم په اړه په تيوري او عملي بڼه استادانو ته چمتو شوي معلومات وړاندې شول.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS