د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر زده‌کړې پروګرام داير شو

Abdullah Saeed
Mon, Oct 02 2023 1:30 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر زده‌کړې ښوونیز پروګرام داير شو.

دغه زدهکړهییز پروګرام د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت د دوو مياشتو پر دوام(۲۰) تنو اداري کارمندانو ته د مسلکي پوهې د لا لوړونې په موخه پیل شو.

د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې یاده برنامه ګټوره وبلله او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي وړتیا په لوړونه کې اعظمي ګټه واخلي.

ياده دې وي، چې د دې روزنيز پروګرام ښوونيزې چارې به د کمپيوټرساينس پوهنځي استاد عبدالباري رودوال له لوري د اونۍ په دوه ورځو کې د دوو مياشتو پر دوام پر مخ وړل کېږي.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS