د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

Abdullah Saeed
Sat, Feb 15 2025 2:37 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال او د ننگرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل علي احمد بهار د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(په مدني دعوو کې د ښځې شاهدي) تر سرليک لاندې خپل دويم علمي کنفرانس د ژوري هیئت په وړاندې ارایه کړ.

دغه کنفرانس چې ننگرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په تالار کې وړاندې شو په کې د ياد پوهنتون استادانو او محصلينو برخه لرله. ياد کنفرانس د گډونوالو پوښتنو ته تر ځواب وویلو او ازاد بحث وروسته د ژوري هيئت په مثبتې ارزونې او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Nov 24 2026 1:45 PM
Background image

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د فرمانونو د اغېزو په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې پراخ حضور درلود

د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د پام وړ. . .

Mon, Nov 23 2026 11:12 AM
Background image

د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه

د سيد جمال‌الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه، ترڅو معلومه شي چې د يادې څانګې درسي، علمي او نور اړوند فعاليتونه د. . .

Sat, Oct 24 2026 2:22 PM
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

BACK TO NEWS